د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۲۲

په عراق کى د القاعده شبکى يو مهم غړى وژل شوى دى


د عراق پوليسو ويلي چى په يوى وسله واله نښته کى د القاعده شبکى يو غړ ى چى له زندان څخه تښتيدلي وه وژلى دى او دوه نور زندانيان بيرته پوليسو ته تسليم شوي دي.

د القاعده شبکى پر وژل شوي غړي چى د عماد القاتل په نامه مشهور وه

د نزدى سلو عراقيانو د وژنى تور لګديلي دي.

د القاعده دغه غړى د تيرى جمعى په ورځ په رمادي ښار کى پر زندان باندى د وسله والو له بريد وروسته تښتيدلي وه.

بل لور ته په بغداد کى نن د يوه موټر بم چاودنى په نتيجه کى لږ تر لږه ١٨ تنه وژل شوى او ګڼ شمير نور ژوبل دي.
XS
SM
MD
LG