د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۳۴

په چين کى يوى چاودنى ١٣ تنه ووژل


د چين په مرکزي ولايت هنان کى نن د يوى چاودنى له امله لږ تر لږه ١٣ تنه وژل شوي او پينځه نور ژوبل دي.

د چين دولتي خبري اژانس سين هوا ويلي دا پيښه د ملکي کسانو په مينځ کى د چاودونکو موادو د چاوديدو په نتيجه کى شوى ده .

په ٢٠٠٦ميلادي کال کى هم د چين په هنان ولايت کى د چاودونکو موادو د منفجر کيدو له امله يوه خونړي چاودنه شوى وه.
XS
SM
MD
LG