د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۲۱

د پاکستان د پخواني صدراعظمى بينظيري د وژل کيدو لومړى تلين ولمانځل شو


په پاکستان کى نن شاوخوا دوه لکو کسانو د غونډو او لاريونونو په ترڅ کى ددغه هيواد د پخواني صدراعظمى بينظير بهوټو د وژنى لومړي کليزه ولمانځله.

بينظير بهوټو تير کال دډيسمبر مياشت په اوويشتمه نيټه د راولپنډي په لياقت باغ سيمه کى په ډزو او ځان وژونکى حمله کى ووژل شوه.

نوموړى د پاکستان پارلماني انتخاباتو کى دخپل پيپلز ګوند واک ته رسيدو لپاره د انتخاباتي کمپاين په لړ کى ووژل شوه.

د بينظيرى خاوند اصف علي زرداري د پيپلز ګوند مشري پر غاړه واخسته او په تير سيپتمبر مياشت کى د پاکستان د جمهو ريس په توګه انتخاب شو.
XS
SM
MD
LG