د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۳۳

ائتلافي ځواکونو په کندهار کي وسله وال وژلي


امريکايي او ائيتلافي ځواکونو نن په يوې اعلاميي کي وويل عسکرو يي د افغانستان په جنوب کي د بم جوړونکو د يوې ډلي د مشر په شمول ١١ تنه وسله وال طالبان وژلي دي. په اعلاميي کي ويل شوي دا حمله د پنجشنبه په ورځ په کندهار کي په هغي ډلي شوي چي په ناتو ځواکونو باندي يي د سړک د غاړي بمي چاودني تنظيمولي.
خو د ميوند ولسوالۍ اوسيدونکي وايي ائتلافي ځواکونو د تيري شپي له بمبارۍ وروسته له سيمي څخه، د يوې ښځي پشمول څو تنه اوسيدونکي له ځان سره وړيدي.
آيساف ځواکونو نن په کابل کي يوه خبري کنفرنس کي وويل چي دوي د ميوند ولسوالۍ د تيري شپي په عملياتو کي برخه نه درلوده او دا عمليات ائتلافي ځواکونو کړيدي.
ائيتلافي ځواکونو دغه راز ويلي په يوه کور کي يي يو شمير ماينونه، لاسي بمونه، کلاشينکوفونه او د بم جوړولو مواد هم نيولي دي.
XS
SM
MD
LG