د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۳ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۱۲

خبرونه

د متحدو ايالاتو حكومت وايي د اقتصادي ناورين له امله د بي كاري د امتيازاتو غوښتني د تيري اوني په پرتله زياتي شويدي

د كار وزارت وايي چه دغه شميره اوس پنځه لكو او ۸۶۰۰۰ ته لوړه شويده پداسي حال كي چه تيره اوني يواځي پنځه لكو ۵۶۰۰۰ وه

او دا هغه څه دي چه د اقتصاد پوهانو لخوا تر شوي آټكل يعني پنځه لكو ۶۰۰۰۰ څخه هم زيات دي

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په افغانستان کې د شفتالو د حاصلاتو کچه لوړه شوې

شفتالو

په افغانستان کې د شفتالو د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.

د دغه هېواد د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دوی د بڼوالۍ د پراختیا په پار ګڼ پروګرامونه پلي کړي، چې ورسره په هېواد کې د بڼوالۍ چارې پراخې شوي او بڼوالو ته د ګټې وټې زمینه هم برابره شوې ده.

نوموړي وویل تېر کال په ټول هېواد کې د شفتالو اته زره او ۷۶ هکټاره لوی او واړه بڼونه جوړ شوي، چې په ۱۳۹۸یم کال کې له دغو بڼونو ۶۱ زره او ۳۶۱ مټریک ټنه شفتالو راټول او بازار ته وړاندې شوي دي.

د ده په خبره، سږکال یوازې د افغانستان د ختیځو ولایتونو د شفتالو حاصلات لس زره ټنه دي، چې عواید یې ۵۰۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر ۱۳۹۸ی لمریز کال کې د یادو ولایتونو د شفتالو ټول حاصل نهه زره ټنه وه، چې عواید یې ۴۵۰ میلیونه افغانۍ وه.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دې ته په کتو د ختیځو ولایتونو د روان ۱۳۹۹یم کال د شفتالو حاصلات د تېرکال په پرتله لس سلنه زیاته شوې ده.

په منظمه توګه اوبه ورکول او د ښاخونو پرې کول، بزګرو ته عامه پوهاوی ورکول، د ناروغیو میخانیکي مخنیوی، موسمي ورښتونو، ښې هوا او له بڼونو څخه په فني توګه څارنه او ساتنه د ښاغلي رستمي په خبره هغه عوامل دي، چې د شفتالو حاصلات یې له امله زیات او پر وخت بازار ته وړاندې کولو ته چمتو شوي دي.

چارواکي: سپین بولدک کې د وروستۍ نښتې له امله سوداګریز توکي سوځېدلي

سپین بولدک دروازه

د افغانستان د متشبیثینو عالي بورډ وایي، په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستۍ نښتې او د سپین بولدک او چمن ترمنځ په ګمرک د پاکستاني ځواکونو په توغندیز برید کې ډېری سوداګریز مالونه سوځېدلي دي.

د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډیو ته وویل، چې له دې امله سوداګرو ته نږدې څلور میلیونه ډالر زیان اوښتی.

نوموړي وویل، اوسمهال یو دولتي پلاوی سیمې ته رسېدلی او سوداګر هیله مند دي چې د زیانونو په را کمولو او د لارې په بېرته پرانیستل کېدو کې ورسره مرسته وکړي.

په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني پوځیانو تر منځ نښته وروسته له هغې وشوه، چې پاکستاني سرتېرو پر هغو پارېدلو اعتراض کوونکو ډزې وکړې چې د چمن-سپین بولدک د دروازې د پرانیستو غوښتنه‌ یې کوله.

د سږني حج مراسم بشپړ شول

د سږني حج مراسم

په سعودي عربستان کې ډېر محدود شمېر حاجیانو د سږني حج مراسم پرون بشپړ کړل.

سږ کال د کرونا وبا د خپرېدو له وېرې شاوخوا زرو کسانو د حج مراسمو کې ګډون درلود، خو نورو کلونو کې به د ۱۸۰ هېوادونو څه باندې دوه میلیونه مسلمانان حج ته تلل.

پرون د حج په وروستۍ ورځ حاجیانو چې ماسکونه‌یې تړلي وو، مکې معظمې ته نږدې په مېنا کې د جمرات یا شیطان ویشتلو رکن پر ځای کړ.

له دې وروسته حاجیان مکي حرم ته راغلل او د وداع یا خدای پامانۍ طواف‌یې وکړ.

په حج کې سږ کال زیارت کوونکو ټولنیز واټن مراعات کړی و او دې چارې لپاره د حج مسؤلینو ښې اسانتیاوې هم برابرې کړې وې.

د سعودي د روغتیا مسئولینو ویلي، د حج مراسمو کې د کرونا د کومې پېښې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

دوه امریکايي ستورمزلي د مکسیکو په خلیج کې کوز شول

فراشوت کې کوز شوي ستورمزلي

امریکایي ستورمزلي ډَګ هَرلي او باب بینکین پرون یکشنبه له نړیوال فضايي سټېشنه د مکسیکو په خلیج کې کوز شول.

دا لومړی وار و چې په ۴۵ کلونو کې ستورمزلو په اوبو کې په بریالي توګه د فراشوټ په وسیله ناسته وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپل ټويټر کې لیکلي چې ستورمزلو د ۴۵ کلونو کې لومړی وار د فراشوت په وسیله ناسته ترسره کړه.

ناسا د مې په ۳۱مه د ایلون ماسک کمپنۍ د سپېس اېکس پروژې په همکارۍ دوه ستورمزلي نړیوال فضايي سټېشن ته ولېږل چې لومړی وار و یوه شخصي کمپنۍ فضا ته ستورمزلي استوي.

د امریکا د موټرسایکلونو کلني فستیوال کې ۲۵۰ زره کسان برخه اخلي

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د کرونا ویروس د ګواښونو سره سره سږکال د امریکا د موټرسایکلونو په کلني فستیوال کې دوه نیم لکه کسان برخه اخلي.

د موټرسایکل چلولو دا ننداره په جَنوبي دکوتا ایالت کې له پنجشنې پیلېږي او د اګسټ تر ۱۶مې دوام کوي.

که څه هم په یوه ټولپوښتنه کې د دکوتا خلکو د کرونا ویروس د خپرېدو د ګواښونو په خاطر د دغه کلني فستیوال د ځنډولو غوښتنه کړې، خو یو شمېر نورو کاروباریانو د عوایدو د ټولولو په خاطر د دې کار ملاتړ کړی دی.

ایراني چارواکي: د ځینو طالب پلویو د غونډې د عکسونو خپروونکي نیول شوي

علي ذوالقدري

ایراني چارواکو ویلي د تهران په ملت پارک کې یې د ځینو طالب پلویو د غونډې د عکسونو خپروونکي نیولي.

د ایران دولتي اژانسونو له هغې ډلې ایسنا او مهرنیوز پرون یکشنبه د تهران د عامه امنیت د پولیسو د مشر علي ذوالقدري په حواله لیکلي چې یوه ډله افغانانو د تهران په ملت پارک کې د ده په خبره د یوې ترورېستي ډلګۍ [طالبانو] بیرغ پورته کړی و او د دې غونډې عکسونه هم په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي و.

ذوالقدري ویلي تر دې پېښې وروسته‌یې د طالب پلویو کسانو د عکسونو خپروونکي نیولي او قضیه تر تعقیب لاندې ده.

د ټولنیزو شبکو یوه افغان فعال عارف احمدي چې په تهران کې اوسي جمعه په خپل فېس‌بوک له ملت پارکه د هغو خلکو عکسونه خپاره کړي و چې د طالبانو بیرغ‌یې پورته کړی و.

یوه ایراني خبري اژانس انصاف نیوز بیا یکشنبه ناوخته د احمدي په حواله لیکلي چې رسنیو د ده عکسونه له فېس‌بوکه بې له اجازې خپاره کړي و او دی په خپل کار پښېمانه دی.

افغان حکومت تر اوسه پورې له دې چې په تهران کې یوه ډله خلکو د دوی د وسله‌والې مخالفې ډلې طالبانو بیرغ پورته کړی څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین سید عباس عراقچي شاوخوا دوه اوونۍ مخکې افغانستان ته په سفر کې ویلي و چې طالبان په ایران کې کوم مرکز یا فعالیت نه‌لري، خو د ده په خبره ښايي د ګڼو نورو افغانانو ترڅنګ د طالبانو پلویان هم دغه هېواد ته تګ راتګ کوي.

ایران کې په یوه میاشت کې نن د کرونا ویروس تر ټولو لوړه شمېره ثبت شوه

ایران کې په کرونا ویروس اخته مېرمن

ایراني چارواکي وايي چې نن‌یې په دې هېواد کې په نږدې یوه میاشت کې په یوه ورځ د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو تر ټولو لوړه شمېره ثبت کړې ده.

فرانسپرس خبري اژانس نن د اګسټ په دوهمه نېټه د روغتیا وزارت د ویاندې له قوله راپور ورکړی چې نوموړې وايي، په ایران کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲،۶۸۵ کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې د جولای له اتمې په راوروسته موده کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

سیما سادات لاري له ۳۱ څخه په ۲۵ ولایتونو کې د کرونا وبا وضعیت د اندېښنې وړ وباله. په ایران کې له ۳۰۶ زرو زیات کسان په کرونا اخته دي. دا هېواد د ناروغانو د شمېر له پلوه په نړۍ کې په نهم ځای کې دی.

روسیه: د کرونا ضد واکسین تولید ښايي په نومبر میاشت کې پیل شي

د کرونا ویروس واکسین چې په روسیه کې جوړ شوی دی.

هغه روسي محققان چې د کرونا ویروس ضد دوو کاندید واکسینونو څخه د یوه په جوړولو کې دخیل دي وايي، په نومبر میاشت کې د دې واکسین د تولید پلان د چارواکو د هغو ژمنو په اړه پوښتنې رابرسېره کړي چې غواړي په روسیه کې د دې واکسین تطبیق له تولید مخکې پیل کړي.

د دې واکسین د تأیید رسمي پروسه اوس‌مهال روانه ده. د روسیې د روغتیا وزیر پرون د اګسټ په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د کرونا پر ضد واکسین د تطبیق پراخ کمپاین به په اکټوبر میاشت کې پیل شي.

د ویکتور د ویرولوژۍ او بایو ټکنالوژۍ د تحقیقاتو د دولتي مرکز رئیس رینات ماکیسوتوف نن یکشنبه وویل، د ده انسټټیوت د کرونا ضد واکسین تولید ښايي په نومبر میاشت کې پیل کړي.

نوموړي له روسیې-یو ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، پر هغو کسانو چې د خطر په ګروپونو کې دي د کرونا ضد واکسین تطبیق د روان کال په وروستیو او د نوي کال په پیل کې ممکن دی او له هغه وروسته بیا پر عامو خلکو هم د تطبیق وړ کېدای شي.

په روسیه کې په 'کووېډ-۱۹' د اخته کسانو شمېر شاوخوا اته نیم لکه ته رسېږي او د دې ناروغۍ له کبله تر اوسه له ۱۴ زرو زیات کسان مړه شوي دي.

د کامرون شمال کې د کډوالو پر یوه کمپ برید کې ۱۳ تنه ووژل شول

ارشیف، کامرون

د کامرون په شمال کې د بې‌ځایه شویو کډوالو پر یو کمپ د لاسي بم په برید کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

امنیتي چارواکو د نایجریا پولې ته نږدې د کامرون د شمال په لیرې پرته سیمه موزوګو (Mozogo) کې د دې برید پړه پر بوکو حرام افراطي اسلام‌پالې ډلې اچولې ده.

د سیمې ښاروال ویلي دي چې مشکوکو وسله‌والو نن یکشنبه په کمپ کې دننه د کډوالو یوې غونډې ته لاسي بمونه ورواچول. هغه زیاتوي چې په دې برید کې ۱۳ کسان وژل شوي، خو روېټرز خبري اژانس د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د ټپیانو له ډلې دوه نور کسان وروسته مړه شوي دي.

په تېره یوه لسیزه کې په لوېدیځه افریقا کې د بوکو حرام ډېری حملې په نایجریا کې پېښې شوې دي. دې حملو شاوخوا ۳۰ زره کسان وژلي دي او د نایجریا، کامرون، چاد او نایجر ډېری وګړي یې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي.

بوکو حرام ډلې ته د نړیوالو پاملرنه وروسته له هغه واوښته چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د یوه ښوونځي ۲۷۶ زده‌کوونکې نجونې وتښتولې. د دې ډلې شااوخوا ۱۰۰ نجونې لاهم لادرکه دي او د راپورونو له مخې ځینې یې مړې شوې دي.

سپین بولدک ته د وروستۍ نښتې د څېړلو لپاره پلاوی واستول شو

د افغانستان-پاکستان ترمنځ سیمه کې د چمن-سپین بولدک دروازه

په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستۍ نښتې په اړه د څېړنې لپاره یو جګپوړی پلاوی کندهار ته تللی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا نن په یو بیان کې وویل چې پلاوی به له سیمه‌ییزو چارواکو سره تر لیدنې وروسته سپین بولدک ته ولاړ شي او د هغې نښتې په اړه به څېړنې پیل کړي چې له اختر یوه ورځ مخکې وشوه. په خبرپاڼه کې د دې نښتې د پیل پړه پر پاکستاني پوځیانو اچول شوې.

د خبرپاڼې له مخې په پلاوي کې د بهرنیو چارو، دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو او د ملي امنیت او یو شمېر نورو ادارو استازي شامل دي.

په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني پوځیانو نښته وروسته له هغه پیل شوه چې پاکستاني سرتېرو پر هغو پارېدلو اعتراض کوونکو ډزې وکړې چې د چمن-سپین بولدک د دروازې د پرانیستو غوښتنه‌یې کوله. په دې نښته کې د افغان چارواکو په وینا ۱۶ ملکي افغانان مړه او ۸۰ نور ټپیان شول.

د برازیل امازون ځنګلونو کې د تېر کال په پرتله ۲۸ سلنه اور زیات شوی

د برازیل امازون ځنګلونه

د برازیل په امازون ځنګلونو کې د تېر کال په پرتله د جولای په میاشت کې د اورونو شمېر په سلو کې ۲۸ زیات شوی دی.

دې مسئلې یو وار بیا اندېښنه پارولې چې دا ځنګلونه به چې د ځمکې د سږو حیثیت لري، سږ کال بیا په اورونو کې لولپه شي.

د هغو معلوماتو پر اساس چې د برازیل فضايي ادارې پرون (د اګسټ په لومړۍ نېټه) خپاره کړل، تېره میاشت په امازون ځنګلونو کې ۶ زره ۸۰۳ اورونه ثبت شوي چې د تېر ۲۰۱۹ م کال د جولای تر میاشتې ۵ زره ۳۱۸ زیات دي.

د برازیل د امازون په ځنګلونو کې عموماً د جون او اوکټوبر د میاشتو ترمنځ اورونه بلېږي.

متخصصان خبرداری ورکوي چې که سږ کال د دغو ځنګلونو ډېره برخه وسوځي، د ځمکې او انسانانو لپاره به‌یې پایلې له ناورینه کمې نه‌وي.

ساینسپوهان د برازیل ځنګلونه د ګلتوني ګازونو د ډېرېدو او د اقلیمي بدلون د مخنیوي لپاره ډېر مهم بولي.

دوه امریکايي ستورمزلي نن بېرته ځمکې ته راګرځي

دو هرلي او باب بهینکن

دوه امریکايي ستورمزلي چې شاوخوا دوه میاشتې پخوا فضايي تمځای ته تللي وو، نن بېرته ځمکې ته راګرځي.

د ناسا دواړه ستورمزلي دو هرلي او باب بهینکن به په سپېس اېکس دراګن کپسول یا ستوربېړۍ کې له ۱۹ ساعته مزل وروسته نن د افغانستان په وخت د شپې په ۸ بجې او ۴۶ دقیقې فلوریدا ته نږدې په مکسیکو خلیج کې ښکته شي.

دا دوه ستورمزلي د مې په ۳۱مه نېټه په فلوریدا کې د ناسا له کنېډي فضايي مرکزه فضا ته تللي وو.

روغتیا نړیوال سازمان: ښايي کرونا وبا د اوږدې مودې لپاره پاتې شي

لابراتوار کې د کرونا ویروس ازمايښت

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، ښايي د کرونا ویروس وبا د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.

دې سازمان ۶ میاشتې پخوا کرونا نړیواله وبا اعلان کړه او په نړۍ کې بېړنی حالت غوره شو.

د روغتیا نړیوالې ادارې رئیس تدروس ادهانوم وايي، د بېلابېلو هېوادونو پر روغتیا او اقتصاد به د کرونا ویروس اغېز اوږده موده دوام وکړي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو پر اساس تر اوسه په درسته نړۍ کې په کرونا ویروس د مړو شویو کسانو شمېر تر ۶۸۱ زرو اوښتی دی.

اشرف غني: ښځینه مرستیال والیانې د اړیکو پر اساس نه‌ټاکل کېږي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر وايي په ۳۴ ولایتونو کې د والي د مرستیالانو په توګه د ښځو د ګمارنې پروسه په درېیو میاشتو کې بشپړېږي.

محمد اشرف غني دا خبره پرون شنبه په سمنګان ولایت کې د ځايي اوسېدونکو یوې غونډې ته وکړه.

ولسمشر غني وویل چې په دې ګمارنه کې د واسطو مخه نیول کېږي: "په ۳۴ ولایتونو کې د ښځینه مرستیالانو د ټاکلو پروسه د ښځو چارو وزارت، د محلي ارګانونو خپلواکې ادارې او اداري اصلاحاتو کمېسیون له‌خوا روانه ده. هېڅوک له دولتي چارواکو، وکیلانو یا هم وتليو شخصیتونو سره د اړیکو پر اساس نه‌ټاکل کېږي. د دې لپاره چې حق، حقدار ته ورسېږي، که خدای کول د یوه کمېسیون له‌خوا د ټاکلو معیارونو له مخې دا پروسه په درېیو میاشتو کې بشپړېږي."

د افغانستان حکومت تېره میاشت (د جولای پر شپږمه) اعلان وکړ چې د ټولو ولایتونو لپاره به یوه یوه ښځه د والي د مرستیالې په توګه ټاکل کېږي.

حکومت د دغه کار هدف په قدرت کې د ښځو شریکول او د اداري اصلاحاتو عملي کول ښوولي وو.

د ننګرهار چارواکي: له سېلاب‌ځپلو سره نقدي او ضروري مرستې وشوې

ارشیف، ننګرهار کې راوتلي سېلابونه. 29 July 2010

د ننګرهار چارواکي وايي په کوز کونړ ولسوالۍ کې له سېلاب‌ځپلو سره نقدي او نورې ضروري مرستې وشوې.

پرون سهار په دې ولسوالۍ کې د سېلابونو په نتیجه کې ۱۵ ماشومان او یوه ښځه مړه شول.

د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي پرون شنبه ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "د ننګرهار د سرپرست والي په مشرۍ د پېښو په وړاندې د چمتووالي کمېټه سیمې ته لاړه، له زیانمنو کورنیو سره نقدي مرستې هم وشوې او همداراز د لومړنیو توکو او سرپناه په برخه کې هم ورسره مرسته وشوه."

په دغو سېلابونو کې د څلورو نورو ماشومانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

د والي ویاند وايي په سیمه کې یوه ټیم ته دنده ورکړل شوې چې د زیانونو د معلومولو لپاره سروې وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG