د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۵۲

د ملګرو ملتونو غړو هيوادونو پدي موافقه وكړه چه د ملګرو ملتونو دوه كلنه بوديجه تقريبا ۷۰۰ ميليونه نوره هم زياته كړي


د ملګروملتونو عمومي اسامبلي د چهارشنبي په ورځ دا خبره تصويب كړه چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ ميلادي كلونو بوديجه له څلور عشاريه ۱۷ ميلياردو ډالرو څخه و څلور عشاريه ۸۶ ميلياردو ډالرو ته لوړه كړي
له دغي نوي بوديجي څخه به ۴۲۹ عشاريه پنځه ميليونه ډالره د ملګروملتونو ۲۷ خاصو ماموريتونو ته چه په هغي كي افغانستان او عراق هم شامل دي ځانګړي شي

خبر زياتوي د ملګروملتونو له دغي بوديجي څخه به چې د ۱۹۲ غړو هيوادونو لخوا برابريږي د سوله ساتو ځواكونو په عملياتو كي و نه لګيږي .
XS
SM
MD
LG