د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۳۲

د ولسي جرګي په وکيل حمله شوي


د غزني په مقر ولسوالي كي د ولسي جرګي په وكيل سيد محمود ګيلاني باندي وسله واله حمله شوي.
د مقر ولسوال صاحب خان ازادۍ راډيو ته وويل سيد محمود ګيلاني سيمي ته د يوه سړك د پرانستلو لپاره تللي و.
خبر زياتوي د حملي له وجي د سړك پرانيستل ځنډيدلي خو په ډزو كي دولتي كسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.
صاحب خان وايي پدي پيښي کي وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله رسيدلي خو په دقيقي شميري يي نه پوهيږي.
اخوا د وسلوالو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد وايي چي په مقر کي يي په پوليسو حمله كړي او څلورتنه يي پكي وژلي دي.
XS
SM
MD
LG