خبرونه
په لاهور ښار کي بمي چاودنه شوي
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ولسمشر بایډن له اوکراین سره د مرستو تصویب شوې لایحه توشیح کړه
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د پوځي مرستو د بستې هغه لایحه توشیح کړه چې تر دې څو ساعته مخکې د امریکا مشرانو جرګې تصویب کړې وه.
هغه ویلي اوکراین ته به په څو ساعتونو کې د څه کم ۶۱ ملیار ډالرو په ارزښت د امریکا د دغې پوځي مرستې رسول پیل شي.
په سپینه ماڼۍ کې د دې لایحې تر لاسلیک وروسته ولسمشر بایډن وویل، د مرستو دغې بستې ثابته کړه چې امریکا او متحدان یې د روسي ځواکونو د یرغل په وړاندې د اوکراین بشپړ ملاتړ کوي.
د هغه په وینا، د دې مرستې تصویب مهم و چې وښيي موږ د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین په وړاندې درېږو.
د مرستو په دغه بسته کې د اوکراین لپاره څه کم ۶۱ ملیارد ډالره ځانګړي شوي، ۲۶ ملیارد ډالره د اسرائیل او څه باندې ۸ ملیارد ډالره په هندوپسفیک یا هند- ارام سمندرګي سیمه کې د چین د نفوذ د مخنیوي لپاره اختصاص شوي دي.
د امریکا شارژدافېره:افغان ښځو ته د اساسي حقونو د ستنولو لپاره متعهد یوو
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره کرین ډیکر وايي، افغان ښځو ته د هغوی د اساسي حقونو د ستنولو لپاره متعهده ده.
هغې نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې «جنسي تاوتریخوالی، تل یوه ناوړه کړنه ده.»
مېرمن ډیکر د ډینم ورځې یا د جنسيت پر اساس د تاوتریخوالي په وړاندې د پیوستون په مناسبت لیکلي: «زه د جندر(جنسیت) پر بنسټ د تاوتریخوالي له قربانیانو سره په پیوستون کې ولاړه یم او ژمنه کوم چې په افغانستان کې د جنسي تاوتریخوالې د ټولو ډولونو د له منځه وړلو او افغان ښځو ته د هغوی د اساسي بشري حقونو د بېرته راګرځولو لپاره د زده کړو او پوهاوي لوړولو لپاره خپل ټول ځواک کاروم.»
په وروستیو کې د ملګرو ملتونو د ځینو غړو هېوادونو په ګډون ګڼو بنسټونو او سازمانونو پر ښځو او نجونو د طالبانو فشارونه له جنسیتي اپارتاید سره تشبېه کړي دي.
د اپرېل له ۲۴مې په نړۍ کې د جنسي تېري په اړه د پوهاوي میاشت پیلېږي.
راپورونه: د ایران د رژیم یو مخالف سندرغاړی توماج صالحي په مرګ محکوم شوی
د ایران یوې ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ایران د رژیم یو مخالف رپ سندرغاړی توماج صالحي چې په زندان کې دی، په اصفهان کې د یوې محکمې له خوا په مرګ محکوم شوی دی.
شرق ورځپاڼې نن راپور ورکړی چې صالحي په ۲۰۲۲م کال کې په اعتراضونو کې د خپل ګډون له کبله د بند شپږکلنه موده تېروي.
هغو اعتراضونو د څو میاشتو لپاره ایران ته ټکان ورکړی و.
د توماج صالحي مدافع وکیل امیر ریسیان دغې اصلاح غوښتونکې ورځپاڼې ته ویلي، پر موکل یې پر ځمکه د فساد خپرولو تازه تور لګول شوی او په مرګ محکوم شوی دی.
هغه ویلي دوی به د استیناف غوښتنه وکړي.
د ایټالیا پولیسو د تاجکستان ۸ سیاسي فعالان نیولي
د تاجکستان د اپوزیسیون یوې ډلې فعالانو نن وویل چې په ایټالیا کې پولیسو د دوی اته تنه د سې شنبې په ورځ نیولي دي.
د تاجکستان د څلرویشت ډلې په نوم د اپوزیسیون یو شمېر فعالان له اروپایي هېوادونو څخه د ایټالیا پلازمېنې روم ته تللي دي.
دوی غواړي چې ایټالیا ته د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان د سفر پرمهال په یوه لاریون کې برخه واخلي او د هغه پر تګلارو انتقاد وکړي.
امام علي رحمان د دوشنبې په ورځ ایټالیا ته په رسمي سفر ولاړ.
د څلرویشت ډلې موسس عمرعلي قوت اوف د دوه زره پنځلسم کال په مارچ کې د ترکیې په استانبول کې وژل شوی و.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستو لړۍ روانه ده
سره له دې چې د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو ادارو له پاکستانه غوښتي دي چې افغان کډوال دې له خپله خاورې په زوره نه باسي، دا لړۍ روانه ده.
د رسمي احصاییو له مخې چې پرون خپره شوه اووه زره یو څلویښت افغانان له پاکستانه افغانستان ته د اپریل له دیارلسمې تر دوه ویشتمې راغلي دي.
د پاکستان حکومت پروسږکال په نومبر کې له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو لومړی پړاو پيل کړ چې تر اوسه نژدې پنځه لکه درې څلویښت زره افغانان یې له خپلې خاورې ایستلي دي.
روسي چارواکي:اوکرایني بې پيلوټه الوتکو مو په سمولینسک کې د تېلو او انرژۍ تاسیسات په نښه کړي
د روسیې د سمولینسک سیمې چارواکي واسیلي انوخین نن په ټیلګرام کې لیکلي دي چې د دوی د سیمې د تېلو او انرژۍ پر تاسیساتو د اوکرایني ډرون الوتکو د برید له امله اور لګېدلی دی.
انوخین زیاتوي چې تلفات نه دي اوښتی او اور د بېړنیو چارو د ادارې کارکوونکو مړ کړی دی.
د برېتانیا صدراعظم نن خپل جرمني سیال سره پر امنیتي او دفاعي مسایلو غږیږي
د برېتانیا صدراعظم ریشي سوناک به د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ سره نن پر امنیتي او دفاعي چارو خبرې وکړي.
ریشي سوناک اتلس میاشتې مخکې د برېتانیا صدراعظم شو او له صدرات راوروسته یې دا برلین ته لومړی سفر دی.
اټکل کیږي چې دوی به تر ډيره د اوکراین پر مسالې تمرکز وکړي او په اروپا کې به د ناټو د هوایي دفاع د پیاوړتیا پر مسالې وغږیږي.
امریکا پر ایران نور بندیزونه ولګول
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ایران نور بندیزونه ولګول.
په دې بندیزونو کې چې پرون د خزانې وزارت اعلان کړل، ۴ کسان او هغه دوه شرکتونه شامل دي چې د خزانې وزارت د بیان له مخې د ایران د پوځ په لارښوونه په ورانکارو سایبري فعالیتونو کې ښکېل وو.
پر دې سربېره د امریکا د عدلیې وزارت او د تحقیقاتو فدرال ادارې اعلان کړی چې په دې بندیزونو کې شامل ۴ کسانو پر امریکايي موسسو په سایبري حملو کې لاس درلود.
بایډن: اوکراین سره د پوځي مرستو تصویب شوې لایحه به سمدستي توشیح کړم
د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي له اوکراین او نورو هېوادونو سره د دې هېواد د مرستو هغه لایحه به سمدستي توشیح کړي چې د مشرانو جرګې پرون ناوخته تصویب کړه او اوکراین ته د پوځي مرستو بیاپیل ته لاره اواروي.
ښاغلي بایډن بېګا په یوه بیان کې وویل، د مرستو دا لایحه به چې کله د ده دفتر ته ورسېږي سمدستي توشیح کړي او بیا به د امریکا خلکو ته وینا وکړي.
بایډن زیاته کړه چې د نوموړې لایحې له توشیح وروسته به په روانه اوونۍ کې اوکراین ته د وسلو او تجهیزاتو د استولو لړۍ پیل شي.
د ۹۵ میلیارد ډالر په ارزښت د امریکا د مرستې دا لایحه د استازو جرګې له څو میاشتني ځنډ وروسته د تېرې شنبې په ورځ تصویب کړه خو سنا پرون په ډېرې اسانۍ سره تایید کړه.
په دې مرسته کې څه باندې شپېته میلیارد ډالر د اوکراین لپاره ځانګړي شوي دي.
د سنا د اکثریت د مشر چک شومر په وینا، د دې مرستو پاتې برخه له غزې نیولې تر سوډانه په جګړو کې د ایسارو ملکي وګړو لپاره ځانګړې شوې.
ملګري ملتونه: د غزې په دوو لویو روغتونونو کې موندل شوي ډله ییز قبرونه دې وڅېړل شي
ملګرو ملتونو د غزې د تړانګې په دوو لویو روغتونو کې د موندل شویو ډله ییزو قبرونو په اړه د رڼو او بې پرې تحقیقاتو غوښتنه کړې.
په دې روغتونونو کې اسراییلو پوځي عملیات کړي وو.
د ملګرو ملتونو ویاند ستیفان دوجاریک پرون خبریالانو ته وویل، څېړونکي باید اړوندو ساحو ته د ورتګ اجازه ولري او زیاته یې کړه چې ژورنالېستانو ته هم په غزه کې په دې اړه د راپور ورکولو لپاره باید د خوندي کار اجازه ورکړل شي.
پرون له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر تورک وویل چې د غزې د الشفا روغتیايي مرکز او د خان یونس د الناصر روغتون د ورانېدو د خبر په اورېدو بوږنېدلی دی.