د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۱۵

د عراق صدراعظم نوري المالکي ترکيي ته تللئ


د عراق صدراعظم نوري المالکي ترکيي ته تللئ او ددي هيواد له مشرانو سره به د کردي ياغيانو په ضد د جګړي او د متقابلو اړيکو په اړه خبري وکړي. المالکي به د ترکيي له جمهور رئيس عبدالله ګل او صدراعظم رجب طييب اردووان سره وګوري.
د عراق صدراعظم وايي د ترکيي د هغه وړانديز ملاتړ کوي چي وايي د کردانو د بيلتون غوښتونکي ډلي ، د کردستان د کارګر ګوند په ضد د جګړي لپاره دي يوه ګډه امنيتي کميټه جوړه شي. دا ډله د عراق له شمال څخه په ترکيي باندي حملي کوي.
XS
SM
MD
LG