د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۰۶

هند وايی نړيوالی ټولنی په پاكستان باندی كافی فشارونه ندی راوستی چی له دتروريزم په وړاندی اقدامات وكړی.


د هند د بهرنيو چارو وزير پراناب مكرجی وويل هند د پاكستان له حكومته غواړی چی د هغو ډلو په وړاندی دی اغيزمن اقدامات وكړی چی تراوسه پوری د دولتی پاليسی ددوام لپاره د تروريزم له وسلی څخه كار اخلی.
مكرجی داڅرگندونی په نوی ډهلی كی هغو هندی استازيوته دوينا په ترڅ كی وكړی چی د ممبی د تيری مياشتی د حملوپه اړه دبحث لپاره راغونډ شويدی.
هند د دغو حملوتورچی له ١٧٠ څخه زيات كسان پكی ووژل شول، په پاكستان كی ميشتی د لشكر طيبه پر ډلی لگولی دی.
XS
SM
MD
LG