د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۰۱

د عراق د پارلمان ريس نن د هغه پريكړه ليك په اړه رايی اخيستل وځنډول چی د ٢٠٠٩ كال د جولای ترپايه پوری پدی هيواد كی له امريكا پرته د نورو بهرنيوهيوادونو سرتيرو ته د پاتی كيدو لاره هواروی.


محمود ال مشهدانی داپريكړه وروسته له هغه وكړه چی وكيلانو د يوی بلی مسلی پرسر د هغه د استعفا غوښتنه وكړه.
دغه پريكړه ليك ته ځكه اړتيا ده چی په عراق كی د ملگروملتونو د ماموريت په چوكاټ كی د بهرنيو ځواكونود خدمت موده د دی مياشتی په ٣١ پای ته رسيږی.
د عراق په ٢٧٥ كسيزپارلمان كی دغه رايی اخيستنه به په عراق كی دبريتانيا په له ٤٠٠٠ څخه زياتو سرتيرو اودغه رازد نوروهيوادونو لكه استراليا، استونيا رومانيا او ال سلوادور پرپوځونوچی پدی هيواد كی لږ شميرسرتيری لری، اغيز وكړی.
XS
SM
MD
LG