د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۱۶

د هغه عراقی خبريال محاكمه به د دسمبر په ٣١ پيل شی چی د امريكا پرجمهورريس جورج ډبليو بوش يی خپل بوټونه واركړی وو.


د اخبره نن د ديا ال كينانی په نامه هغه قاضی فرانس پرس اژانس ته وكړه، چی د منتظر ال زيدی دوسيه څيړی.
منتظر الزيدی د يوه بهرنی هيواد پرمشر د رسمی سفر په ترڅ كی پرحملی تورن شوی چی ترسره كونكی يی د بندی كيدو له سزا سره مخامخ دی.
ال زيدی د دسمبر په ١٤ په بغداد كی د خبری غونډی په مهال خپل بوټونه د جمهورريس بوش پرلور وار كړل.
په بغداد اونورو ځايونو كی د هغه د خوشی كيدو لپاره مظاهری وشوی.
XS
SM
MD
LG