د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۴۰

د بيله روس ولسمشر لوكه شينكه نن له روسيی څخه وغوښتل چی په هيواد كی د اقتصادی ستونزو په مخنيوی كی دی ورسره مرسته وكړی او زياتوی چی دا كار پخپله د مسكو په گټه هم ده.


لوكه شينكه له خپل روسيی سيال ديميتری ميدويديف سره په مسكو كی په غونډه كی پدی ټينگار وكړچی بيله روس د مرستو لپاره روسيی ته د گدايی لاس ندی اوږد كړی.
لوكه شينكه وويل زه په ښكاره هغه ټولی اوازی ردوم چی وايی بيله روس له كريملن څخه ديوه څه د ترلاسه كولو لپاره په گونډو شوی دی. زه غواړم دامسله همدلته روښانه كړم چی موږ نن د هيڅ شی غوښتنه نه كوو.
د بيله روس چارواكو ويلی چی دوی له روسيی غواړی چی په ٢٠٠٩ كال كی د زر مترمكعب طبعی گازو لپاره ١٦٠ ډالره بيه وټاكی.
په اوس وخت كی د زرمتر مكعب گازو بيه ١٢٨ ډالره ده.
د روسيی چارواكو ويلی چی د زرمترمكعب گازو بيه به له ٢٠٠ ډالرو څخه ټيټه نه وی.
XS
SM
MD
LG