د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۰۵

د روسيی د پارلمان د سنا جرگی درايو په قاطع اكثريت سره په اساسی قانون كی هغو تعديلاتو ته مثبته رايی وركړه چی په ترڅ كی يی د جمهوری رياست دوره له څلورو كلونو څخه شپږو كلونو ته غزول كيږی.


ټولو ١٤٢ حاضرو سناتورانو د جمهوری رياست د شپږكلنی دوری په پلوی رایی وركړی.
د جمهوری رياست د دوری د اوږديدو لپاره مسوده لومړی دجمهورريس ديميتری ميدويديف له خوا وړانديزشوی وه او مخكی له دی چی قانونی بڼه غوره كړی، ميدويديف يی بايد لاسليك كړی.
انتقاد كونكی وايی چی دغه اقدام مخكينی جمهورريس اواوسنی صدراعظم ولادمير پوتين ته لاره هواروی چی بيرته د جمهوری رياست واگی ترلاسه كړی.
XS
SM
MD
LG