د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

خبرونه

روسي بوکس وهونکي د درانه وزن په مسابقو کى خپله اتل والى وساتله

د روسى بوکس وهونکي نيکولاى وليوف د بوکس وهنى د درانه وزن په مسابقو کى د نړى د بوکس د فيدراسون د زيات وزن خپله اتل والى ساتلى ده.

نوموړي په وروستى مسابقه اوندر هوليفيلډ ته ماته ورکړى ده.

نيکولاى واليوف چى دوه متره او ١٤سانتي قد لري د بوکس وهنى په تاريخ کى تر ټولو سنګين وزن لرونکى بوکسر بلل کيږي

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په پاکستان کې سختو ورښتونو او سېلابونو تر ۴۰ زیات کسان مړه کړي

په خيبرپښتونخوا کې وروستيو سېلابونو هم خلکو ته زيانونه اړولي.
په خيبرپښتونخوا کې وروستيو سېلابونو هم خلکو ته زيانونه اړولي.

د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې سختو ورښتونو او د سېلابونو راوتلو تر ۴۰ زیات کسان مړه کړي دي.

ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د اپرېل پر ۱۸مه پر ايکس پاڼه ویلي چې په بارانونو او سېلابونو کې د ۱۵ ماشومانو په ګډون ۳۳ تنه وژل شوي او ۴۶ ژوبل دي.

پي ډي اېم اې وايي چې په وروستیو ورښتونو او سېلابونو کې ۳۲۶ کورونه او ودانۍ بشپړې ړنګې شوي.

د بلوچستان حکومتي چارواکو هم ویلي دي چې په هغه صوبه کې د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې د وژل شویو شمېر اتو ته رسېدلی او نهه تنه ژوبل دي.

اخوا د پاکستان صدراعظم شهبازشریف په ورښتونو کې د پېښو او سېلابونو پر مهال د وژل شویو کورنیو ته ۲۰، ۲۰ لکه او ژوبلو کسانو ته د پنځه لکه روپیو ورکولو اعلان کړی دی.

د بریتانیا سنا رونډا ته د یو شمېر افغان پناه غوښتونکو د لېږلو پلان رد کړ

د بریتانیا پارلمان او د دې هېواد بیرغ
د بریتانیا پارلمان او د دې هېواد بیرغ

د بریتانیا مشرانو جرګې رونډا ته د یو شمېر افغان پناه غوښتونکو د لېږلو پلان رد کړ.

د بریتانیا حکومت په پام کې لرل چې یو شمېر افغان کډوال، چې پخوا یې په افغانستان کې له برتانوي پوځیانو یا حکومتي موسسو سره همکاري کړې وه، رونډا ته واستوي.

خو پرون پنجشنبې سنا جرګې د حکومت دا طرحه د ۱۹۵ مخالفو رایو په وړاندې په ۲۴۷ موافقو رایو رد کړه.

طالبان: پاکستان د افغان ملي بانک د غصب شویو جایدادونو په ورستنولو کې همکاري نه کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو د حکومت کونسل عبدالجبار تخاري وايي، د پاکستان حکومت د افغان ملي بانک د غصب شویو جایدادونو په ورستنولو کې مرسته نه کوي.

ده پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې له هلوځلو سره سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پولیس د افغان ملي بانک د شتمنیو په بېرته ورسپارلو کې همکاري نه ده کړې.

تخاري زیاته کړې، لا هم د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت سره خبرو ته دوام ورکوي چې د افغان ملي بانک غصب شوي جایدادونه خلاص کړي.

د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ترکیې ځواکونو د ایوالیک په ساحل کې ۴۰ افغان کډوال نیولي

ارشیف: د ترکیې پولیسو د بېلابېلو هېوادونو کډوال نیولي
ارشیف: د ترکیې پولیسو د بېلابېلو هېوادونو کډوال نیولي

د ترکیې ساحلي ساتونکي وايي چې ۴۰ افغان کډوال یې د ایوالیک ښار په ساحل کې نیولي دي.

د ترکیې رسنیو پرون پنجشنبه راپور ورکړ چې دا کډوال، چې په یوه بېړۍ کې سپاره وو، له نیول کېدو وروسته په ایوالیک ښار کې د کډوالو د بیرته ستنېدو مرکز ته وسپارل شول.

اکثره افغانان له ترکیې څخه یونان او نورو اروپايي هېوادونو ته ځي.

په وروستیو کې د ترکیې پولیسو د غیرقانوني کډوالو نیونې ډ‌ېرې کړي دي.

دغه هېواد زرګونه افغانان بېرته افغانستان ته بېرته ستانه کړي دي.

د اسیا فوټسال سیالۍ؛ افغانستان له کویټ سره سیالي لري

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

د اسیا د فوټسال د سیالیو په دوام کې د افغانستان لوبډله سبا شنبې له کویټ سره مخامخ کېږي.

دا سیالي به د افغانستان په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه په تایلنډ کې پیل شي.

پرون افغانستان خپله لومړۍ لوبه پر ایران درې پر یو وبایلله.

د افغانستان درېیمه سیالي به د دوشنبې په ورځ له بحرین سره وي.

دا سیالۍ د اپرېل په ۲۸مه پای ته رسېږي.

طالبان: د ترکیې د ډاکترانو یوه ډله افغانستان ته راغلې

د ترکیې د ډاکترانو ډله چې افغانستان ته رسېدلې ده.
د ترکیې د ډاکترانو ډله چې افغانستان ته رسېدلې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي چې د ترکیې د ډاکترانو یوه ډله افغانستان ته ورغلې ده.

دغه وزارت پرون پنجشنبې پر خپله ایکسپاڼه خبر ورکړ چې د ترکیې د ډاکترانو ډله به د افغان ډاکترانو په همکارۍ د کابل په اتاترک روغتون کې د ماشومانو د یورولوژۍ پېچلي او اختلاطي جراحي عملیات په وړیا توګه ترسره کړي.

دا ډله به همداراز له افغان ډاکترانو سره د یورولوژۍ په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د فبرورۍ په میاشت کې په یوه راپور کې ویلي وو چې ۲۰۲۴م کال به د افغانستان لپاره په روغتیايي سکتور کې له ستونزو ډک کال وي.

د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د واورې، باران، تالندې، برښنا او سېلابونو اټکل شوی

وروستیو بارانونو او سېلابونو په ننګرهار کې زیانونه اړولي. دغه کس د خپل ویجاړ شوي کور په پاتې شونو ګرځي.
وروستیو بارانونو او سېلابونو په ننګرهار کې زیانونه اړولي. دغه کس د خپل ویجاړ شوي کور په پاتې شونو ګرځي.

د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د واورې، باران، تالندې، برښنا او سېلابونو وړاندوینه شوې ده.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست وايي، د یکشنبې تر ورځې به د افغانستان په ۲۹ ولایتونو او همداراز سالنګونو کې ورښت دوام وکړي.
دې ادارې پرون (پنجشنبې) پر خپله ایکسپاڼه ولیکل چې په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، لوګر، غزني، کاپیسا، کابل، پروان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیان، میدان وردک، ډایکنډي، پکتیا، پکتیکا، خوست، بادغیس، غور، هلمند، اروزګان، کندهار او زابل ولایتونو کې د ورښت وړاندوینه کوي.
د هواپېژندنې د ریاست له اټکل سره سم به د باران اندازه له ۱۵ تر ۶۰ میلي مترو پوري او د واورې له ۱۵ تر ۳۹ سانتي مترو پورې وي.
له پېښو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، د وروستیو ورځو د سیلونو او ورښتونو له کبله ۷۰ تنه مړه شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي.

ګوټېرېش: د غزې کړکېچ او پر اسراییل د ایران حمله ممکن د سیمې په یوه بشپړه جګړه بدله شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش پرون د منځني ختیځ په اړه اندېښنه وښوده او خبرداری یې ورکړ چې د غزې د جګړې پر سر کړکېچ او پر اسراییل د ایران حمله ممکن د سیمې په یوه بشپړه جګړه بدله شي.

ګوټېرېش د امنیت شورا په هغه غونډه کې چې د اردن او ایران په ګډون د ځینو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کې برخه درلوده وویل: "منځنی ختیځ د بحران پر پاڼ ولاړ دی او په وروستیو ورځو کې، هم په خبرو او هم عمل کې د خطرناکو کړکېچونو شاهدان یوو."

د ملګرو ملتونو سرمنشي یو وار بیا له ټولو ښکېلو لوریو غوښتنه وکړه چې له زغم کار واخلي.

انټونيو ګوټېرېش په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ حمله او پر اسراییل د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو حملې وغندلې.

هغه د بې پیلوټه الوتکو حمله د کړکېچونو نوی زیاتېدل وبلل او ویې ویل د دې وخت راغلی چې د غچ اخیستنې دا لړۍ بنده شي.

بورېل: د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه دې اوکراین ته د هوايي مدافع نورې دستګاوې ورکړي

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل د اروپايي ټولنې پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې اوکراین ته د هوايي مدافع نورې دستګاوې ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې جګړه ځپلی اوکراین پر خپلو بنسټونو د روسیې له زیاتېدونکو هوايي حملو سره مخامخ دی او د وسلو زېرمې یې هم کمې شوې دي.

اوکراین ته د امریکا د متحدو ایالتونو د مرستو پروګرام هم په کانګرس کې له خنډ سره مخامخ دی.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل ویلي: "موږ د پیټرویت په نوم د هوايي مدافع امریکايي دستګاوې او د میزاییلو ضد دستګاوې لرو باید اوکراین ته یې ولېږو چې جګړه په کې سخته شوې ده."

تر دې مخکې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي هم له غربي هېوادونو د وسلو او مهماتو د مرستې غوښتنه کړې وه.

د یوناما مشرې له افغانانو سره د هند د بشري ملاتړ او حیاتي مرستو مننه کړې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما مشره روزا اوتنبایووا
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما مشره روزا اوتنبایووا

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما وايي، د دې ادارې مشرې روزا اوتنبایووا په نوي ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر ایس جی شنکر سره په کتنه کې له افغانانو سره د هند د بشري ملاتړ او حیاتي مرستو مننه وکړه.

د یوناما د اعلامیې له مخې اوتنبایووا په دې کتنه کې په افغانستان کې د موجوده چلنجونو ختمېدو لپاره د هند د سیمه ییز او نړیوال ملاتړ پر ارزښت هم بحث وکړ.

شنکر پر خپله ایکس شبکه لیکلي چې په دې کتنه کې یې د افغانستان پر اوسني وضعیت نظرونه تبادله کړل او دا موضوع یې هم یاده کړه چې هند افغانستان ته د غنمو، درملو، قرطاسیې او نورو توکو په برخه کې مرسته کړې ده.

هند ویلي چې له ستونزو او محدودیتونو سره سره په افغانستان کې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG