د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۴۲

په سعودي کى يوه اته کلنه انجلى يوه اته پنځوس کلن سړي ته ورکړ شوى ده


په سعودي عربستان کى يوى محکمى د يوى اته کلنى انجلى چى پلار ي يوه ٥٨ کلن سړي ته ورکړي ده د طلاق غوښتنه رد کړ يدي.

د فرانسى خبرى اژانس د عبد الله جتيلي په نامه وکيل څخه چى پدى قضيه کى ښکيل دى ويلي چى د محکمى قاضي د انجلى د مور غوښتنه چى غواړي خپله ورکوټى لور له دغى زوړ سړي څخه طلاق کړي پدى ويلو سره چى مور ئ دا حق نلري رد کړى ده.

عبد الله جتيلي ويلى دغه انجلى تر اوسه پورى پدى خبره نده چى پلار ي ورکړي ده. ددغى انجلى خپلوانو ويلى چى پلار ي شفاهي شرط ايښي چى تر څو ي لور اتلس کلنه شوى نه وي نه به ئ واده کوي.
XS
SM
MD
LG