د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۵۴

د کندهار نوي والي په کار پيل وکړ


د کندهار نوئ والي نن په یو لړ ځانګړو مراسمو کې ددي ولایت چارواکو او قومي مخورو ته وروپیژندل شو.
په سیمې کي د ازادۍ راډیو خبریال وايي ډاکټر توریالئ ویسا چې د د جمهور رئيس کرزي لخوا د کندهار د نوي والي په توګه ټاکل شوئ، د کندهار خلکو ته يي ډاډ ورکړ چي خپلې ټولې چارې به د قومي مخورو سره په سلا مشورو پر مخ وړي.
نوي والي دا هم وويل چې په کندهار کې د لوړو زده کړو او کرنې وده دده د کارپه لومړیتوبونو کې ده.
ډاکټر ویسا په کاناډا کي زده کړي کړي او د کرنې په چارو کې دوکتورا لري.
په تیرو دریو میاشتو کې دا دریم والي دي چې د کندهار لپاره ټاکل کیږي تر دې مخکې جنرال رحمت اله روفي د کندهار والي ټاکل شوې وو خو د نا معلومو دلایلو له مخې له دندي ګوښه شو.
XS
SM
MD
LG