د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۳۳

د نړيوالو پوليسو يا انټرپول مشر نن له هندي چارواکو سره وکتل


د نړيوالو پوليسو يا انټرپول مشر نن له هندي چارواکو سره وکتل او د ممبي د تروريستي حملو په اړه د تحقيقاتو په کار کي يي له هند سره د مرستي ژمنه وکړه.
د انټرپول مشر رونالد نوبل د هند د کورنيو چارو له وزير چيدام بارام سره وکتل او ژمنه يي وکړه د هغو لسو تنو حمله کوونکو په اړه د معلوماتو برابرولو په کار کي چي د نومبر په ٢٦ مه يي په ممبي کي په عصري هوټلونو ، د اورګاډو په تم ځاي او د يهوديانو په يوه کلتوري مرکز حملي کړي وې ، له هندي چارواکو سره مرسته وکړي. پدي پيښي کي د نهو تنو حمله کوونکو پشول ، شاوخوا ١٧٢ کسان وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG