د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۲۷

د غزي په تړانګي کي يو فلسطينئ ووژل شو


د اسرائيلو په يوه هوايي بريد کي نن د غزي په تړانګي کي يو فلسطينئ ووژل شو. پرون د اسرائيلو او حماس اسلامي ډلي تر منځ اوربند پاي ته ورسيد.
د اسرائيلو د پوځ يو چارواکئ وايي په هوايي بريد کي د فلسطيني وسله والو يوه ډله چي د اسرائيلو په لور يي توغندي خوشي کول، په نښه شوي وه. د فلسطين خبري رسنۍ وايي د بيت لحييا ښارګوټي ته څيرمه د توغندي د چاودني په پيښي کي يو فلسطينئ مبارز وژل شوئ او يو بل ټپي دئ.
د اسرائيلو پوځ وايي ددوي له حملي څخه څو ساعته مخکي فلسطينيانو له غزي څخه دوه توغندي په اسراييلو ويشتلي وو خو مرګ ژوبله يي نه درلوده.
XS
SM
MD
LG