د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۵۳

د فرانسي د دفاع وزير وايي افغانستان ته د عسکرو د استولو له پريکړي ندئ خبر


د فرانسي د دفاع وزير حروي مورين پرون د خبري رسنيو هغه رپوټونه رد کړل چي وايي پاريس به افغانستان ته د امريکا د منتخب جمهور رئيس بارک اوباما د نورو عسکرو د استولو د هيلو پوره کولو په مقصد نوي ځواکونه واستوي.
مورين په پاريس کي خبريالانو ته وويل په افغانستان کي د فرانسوي عسکرو د شمير زياتولو کوم پلان نلري خو دا يي هم وويل چي پخپله جمهور رئيس نيکولاس سارکوزي ممکن د نورو عسکرو د استولو اعلان وکړي .
د دفاع وزير زياته کړه که چيري جمهور رئيس د اعلانولو لپاره کوم څه ولري نو اعلان به يي کړي خو زه تري خبر نه يم.
د فرانسي ليبراسيون ورځپاڼي ليکلي چي فرانسه ممکن افغانستان ته څو سوه نور عسکر هم واستوي.
فرانسه دا مهال په افغانستان کي شاوخوا ٢٨٠٠ عسکر لري او د وسله والو طالبانو په ضد جګړو کي بوخت دي.
XS
SM
MD
LG