د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۵۴

هالند افغانستان ته د نورو عسکرو د استولو په اړه غور کوي


د هالند صدراعظم يان پيتر بال کينندي وايي په افغانستان کي د ايساف ځواک لپاره د نورو عسکرو د استولو په اړه به د امريکا په احتمالي غوښتني غور وکړي .
بال کينندي تيره شپه د هالند يوه تلويزيوني کانال سره په خبرو کي وويل د امريکا د منتخب جمهور رئيس بارک اوباما مشاورينو داسي ښودلي چي متحده ايالات ممکن له هالند څخه وغواړي چي دا هيواد دي په افغانستان کي خپل پوځي ماموريت له ٢٠١٠ ميلادي کال اخوا هم وغزوي.
منتخب جمهور رئيس اوباما څو ځلي ويلي چي افغانستان ته به نور عسکر واستوي.
د جرمني خبري آژانس (دي پي آ) وايي امريکا ممکن د اروپايي اتحاديي له هيوادو څخه وغواړي چي په افغانستان کي خپل پوځي حضور غښتلئ کړي.
د ٢٠٠٦ ميلادي کال د مارچ له مياشتي راهيسي شاخوا ١٢٠٠ هالنډي عسکر د آيساف په چوګاټ کي په افغانستان کي خدمت کوي. ددي ځواکونو يو شمير په ارزګان ولايت کي ديره دي.
XS
SM
MD
LG