د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۲۱

د عمومي بخښني سازمان د هند په مقرراتو انتقاد کړئ


د نړيوالي عمومي بخښني سازمان يا امنيستي انټرنشنل د هند په تروريزم ضد نويو مقرراتو باندي چي د ممباي د حملو وروسته يي ترلاس لاندي نيولي ، انتقاد کړئ او وايي پدي مقرراتو کي له بشري حقونو څخه سرغړوني کيږي.
امنيستي انټرنشنل د هند په جمهور رئيس غږ کړئ چي دا مقررات دي نه تصويبوي. د نويو مقرراتو په اساس به پوليسو ته صلاحيت ورکول شي چي په تروريزم مشګوک کسان تر ١٨٠ ورځو پوري په بند کي وساتي او دغه راز د لټون صلاحيتونه بۀ يي هم زيات شي. د اوسنيو قوانينو له مخي پوليس له محکمي مخکمي مشکوک کسان تر ٩٠ ورځو پوري په خپل قيد کي ساتلاي شي.
د هند د پارلمان دواړو مجلسونو په رواني اوونۍ کي د تروريزم ضد نوي مقررات تصويب کړل او د جمهور رئيس له لاسليک وروسته به د قانون بڼه غوره کړي.
XS
SM
MD
LG