د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۲۹

د حماس او اسرائيلو تر منځ اوربند ختم شو


د حماس اسلامي ډلي پوځي څانګه وايي په غزي تړانګي کي له اسرائيلو سره ددوي د شپږو مياشتو اوربند ختم شويدئ. دا اوربند په سيمه ايز وخت نن سهار په شپږو بجو ختم شو.
حماس په اسرائيلو تور لګولئ چي د اوربند مواد يي ندي رعايت کړي ، د غزي ښار محاصري ته دوام ورکوي او حملي يي هم ندي بندي شوي.
د ملګرو ملتونو د مرستي او کار موسسه چي د غزي د شاوخوا يو نيم ميلونو اوسيدونکو نيمايي خلکو ته خوراکي مواد برابروي، پرون يي اعلان وکړ چي خپل کارونه يي تر بلي خبريتا پوري بند کړيدي.
XS
SM
MD
LG