د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۴۷

د عراق د صدراعظم دفتر وايی، هغه عراقی خبريال چی خپل بوټونه يی د امريكا پرجمهورريس جورج ډبليو بوش واركړی وو، له صدراعظم نوری الماليكی څخه بخښنه غوښتی چی دی يی په ټوله نړی كی وشرماوه.


د نوری الماليكی يوه سلاكار ويلی چی منظر الزيدی همدارنگه له صدراعظم غوښتی چی دی دی معاف كړی.
د الزيدی پردغه عمل چی عراق ته د امريكا د جمهورريس جورج بوش د سفر په مهال يی تيره يكشنبه په بغداد كی له الماليكی سره په گډه خبری غونډه كی د بوش پرلور خپل بوټونه ورگذار كړل، په عربی نړی كی خلكو ډيره خوښی څرگنده كړيده.
XS
SM
MD
LG