د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۳۲

عراق له امريكايی جينرال الكتريك كمپنۍ سره د بريښنا د توليد د جنراتورونو او خدماتو لپاره د دری مليارډو ډالرو په ارزښت يو تړون لاسليك كړ.


ددغه تړون له مخی جينرال الكتريك كمپنۍ د گازو سوخت ٥٦ توربينونه چی د اوه زره ميگاواټه بريښنا د توليد ظرفيت لری د عراق حكومت ته وركوی چی په ټول هيواد كی يی نصب كړی.
په عراق كی د بريښنا پارچاوی يوه عمده ستونزه ده او ددی هيواد د انرژی تاسيساتو د كلونو جگړو، بنديزونو او د بی پروايی له امله ډير زيان ليدلی دی.
XS
SM
MD
LG