د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۴۸

د تركيی پوليسو له القاعده شبكی سره د تړاو په تور ديرش مشكوك كسان نيولی دی.


د تركيی د اناتوليا خبری اژانس د راپورله مخی د تروريزم په وړاندی د مبارزی پوليسو پرون ١٥ تنه په استانبول او ١٥ تنه نور د هيواد په دوو نورو سيمو كی توقيف كړيدی.
په تير اگست كی د تركيی په جنوب ختيځ كی د القاعده شبكی يولس تنه مشكوك غړی نيول شوی وو.
دوی پدی تورن دی چی په تركي كی د حملو لپاره يی د مسلمانانو دانتقام لوا په نامه يوه ډله جوړی كړيده.
د تركيی د القاعده څانگه د ٢٠٠٣ كال په نومبر كی په استانبول كی د يهودانو پردوو عبات ځايونو، د بريتانيا په قونسلگری او يوه بريتانيايی بانك د حملو مسوله بلل شويده.
په دغو حملوكی ٦٣ تنه مړه او په سلگونونور ژوبل شوی وو.
XS
SM
MD
LG