د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۲۹

د روسيی د بهرنيو چارو وزير سرگی لاوروف نن وويل چی د روسيی ولسمشر ديميتری ميدويديف هيله مند دی چی د امريكا له منتخب ولسمشر بارك اوباما سره به، راتلونكی مياشت چی كله دی د جمهوری رياست واگی ترلاسه كړی، ډيرژر وگوری.


لاوروف دغه څرگندونی له امريكايی سناتور ريچارد لوگر سره له كتنی وروسته وكړی.
سناتور لوگر په مسكو كی له روسی چارواكو سره د اټومی وسلو د له منځه وړلوپرامكاناتوخبری كوی چی د بارك اوباما اداری يی د كار له پيليدو سره سم د عملی كيدو غوښتنه كړيده.
د اوباما او د ميدويديف ترمنځ د كتنی د ځای او نيټی په اړه ځه ندی ويل شوی.
XS
SM
MD
LG