د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۰۶

د سوداګرۍ او صنايعو وزير ولسي جرګي ته استيضاح کيږي


ژباړونکئ او وياند: جان آقا الکوزئ

د افغانستان ولسي جرګې پریکړه وکړه چې سبا د پنجشنبې په ورځ به د سوداګرۍ او صنایعو وزیر میر محمد امین فرهنګ استیضاح کړي.
ولسي جرګې غوښتل نوموړئ ددی لپاره استیضاح کړې چې د نړۍ په بازارونو کې د تیلو او ګازو د بیو له راښکته کیدو سره سره په افغانستان کې ددی شیانوبيي ندي ټيټي شوي.
له دي مخکي د سوداګرۍ او صنایعو وزیر میر محمد امین فرهنګ ولسي جرګې ته له استیضاح کیدو څخه ډډه کړې وه خو د وکیلانو له ډير ټینګار وروسته نن د غونډې په وروستیو کې حاضر شو او له همدې امله د استیضاح مسئله هم سباته پاتې شوه.
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر وايي، دده د استیضاح کولو پریکړه غیر قانوني ده خو وکیلان بیا دا خبره نه مني.
XS
SM
MD
LG