د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۱۹

پولیس وايي په کابل ښار کې یې پنځه تنه سړي تښتوونکي نیولي دي.


پولیس وايي په کابل ښار کې یې پنځه تنه سړي تښتوونکي نیولي دي.
د کابل زون د جنایي تحقیقاتو رئیس جنرال علی شاه پکتیاوال ازادۍ راډیو ته وویل نیول شوي کسان د سړي تښتونې په دریو پيښو کې په لاس لرلو تورن دي او تحقیقات تري روان دي .
چارواکي وايي په کابل کې د سړي تښتوونکو د څو بانډونو له نیول کیدو وروسته په دي ښار کې د تښتونې پيښې کمې شوي دي.
د کابل پولیسو په تیرو څو میاشتو کې د سړي تښتونکو څو بانډونه نیولي دي چې د تحقیقاتو په لړ کې یې په خپل جرم اعتراف کړئ.
XS
SM
MD
LG