د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۴۵

په آريوب ځاځيو ولسوالۍ کي په ائتلافي ځواکونو حمله شوي


د پکیتا ولايتي چارواکي وايی ددې ولایت د آریوب ځاځیو په ولسوالۍ کې د ایتلافي ځواکونو په موټرو بمي چاودنه شوې ده.
د پکتیا د امنیې قومندانۍ مرستیال غلام دستګیر رستمیار وايي په پيښه کې ایتلافي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د چاودنې مسئولیت مخالفي ډلي حزب اسلامي په غاړه اخیستې او د اوو تنو امریکايي عسکرو د وژلو ادعا یې کړې.

له بلي خوا د پکتیکا د والي ویاند حمیدالله ځواک وايي د هغو دوو تنو پولیسو مړي چې تیره ورځ د نامعلومو وسلوالو کسانو له خوا تښتول شوي وو، نن وميندل شول او له جسدونو څخه يي داسي ښکاري چي د ټوپکو په ډزو وژل شوي دي .
د پکتیکا د والی ویاند دغه راز وايي دوه تنه مشکوک وسله وال طالبان د خوشامند په ولسوالۍ کې د ماين ښځولو په مهال د ماين په چاودني کي وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG