د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۳۹

عراقئ ژورناليست قاضي ته وړاندي شو


هغه عراقئ ژورناليست چي د امريکا د متحده ايالاتو په جمهور رئيس يي د بوټانو ګذارونه کړي نن قاضي ته وړاندي شو.
د منتظر الزيدي ورور دورغم الزيدي وايي د تلويزيون دا خبريال د سختو امنيتي تدابيرو لاندي په زرغوني سيمي کي قاضي ته وړاندي شو.
د عراق د قانون په اساس الزيدي ممکن بهرني مشر ته د سپکاوي په تور په اوه کاله بند محکوم شي. دورغم پرون ويلي و چي ورور يي عراقيو امنيتي ځواکونو وهلئ ، لاس او پښتۍ پري ماتي کړي او د زرغوني سيمي ابن سينا روغتون ته چي د امريکا په مرسته چليږي ، انتقال شوئ و.
د الزيدي د وهلو په اړه مستقلو منابعو څه ندي ويلي .
XS
SM
MD
LG