د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۲۳

په هلمند کي نښتي شوي


د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايې ددي ولايت مرکز لښکر ګاه ته څیرمه د باباجي په سیمه کې له وسه لوالو طالبانو سره په یوې نښتي کې د پولیسو دوه سرتیري وژل شوې او درې نور ټپیان دي.
د هلمند د امنیې قومندان اسداله شیرزاد ازادۍ راډیو ته وویل چې پدې نښته کې وسه لوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو دقيق شمیر يې ندې معلوم.
شيرزاد وايي د نښتې په ځاي کې د طالبانو د یوه کس مړئ لا هم پروت دئ.
خو د طالبانو ویاند قاري یوسف بیا ادعا کوي چې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې يي د پولیسو او ملي پوځ ١١ تنه سرتيري سرتیري چې په یوه سرف موټر کې سپاره وو، وژلي او د ګرشک ولسوالۍ د شورې په سیمه کې يي په دوو جلا جلا پیښو کې ١٢ بهرني سرتیري هم وژلي دي.
د هلمند چارواکو او نړیوالو ځواکونو دا ادعاوې بې بنسټه بللې دي.
XS
SM
MD
LG