د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۰۶

په بدخشان کي د هيروئينو فابريکي له منځه وړل شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايې د بدخشان په ولایت کې يې د هیروینو دوې فابریکې له منځه وړيدي.
دي وزارت په یوې اعلامیې کي ویلي دا فابریکې د ګندم قول په ولسوالۍ کې د نشه يې موادو ضد مبارزې د ځواکونو لخوا له منځه وړل شوي او په عملياتو کي ١١٢ کیلو ګرامه اپین، د پریس دوه ماشینونه او ځینې نور وسایل هم ددوې لاس ته ورغلي دي.
دغه راز په یو بل رپورټ کې ویل شوي چې سرحدي پولیسو د نیمروز په ولایت کې د ایران پولې ته څیرمه، پنځه اتیا کیلوګرامه نشه يې مواد نیولي دي.
XS
SM
MD
LG