د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۱۲

د فرانسي پوليس وايي د پاريس ښار په يوې مغازي کي يي د ډايناميتو پنځه ميلي ميندلي.


د فرانسي پوليس وايي د پاريس ښار په يوې مغازي کي يي د ډايناميتو پنځه ميلي ميندلي.
پوليسو ويلي دوي وروسته له هغي له مغازي څخه خلک وايستل چي يوې ناپيژندل شوي ډلي چي ځان د افغانستان انقلابي جبهه بولي ، د موادو د ايښودلو خبردارئ يي ورکړ.
د فرانسپرس خبري اژانس وايي دي ډلي له افغانستان څخه د فرانسوي عسکرو د ايستلو غوښتنه کړي. د فرانسي د کورنيو چارو وزارت وايي له ډايناميتو سره پټاقۍ نه وي ايښودل شوي .
فرانسه دا مهال په افغانستان کي شاوخوا دوه نيم زره عسکر لري. جمهور رئيس نيکولاس سارکوزي افغانستان ته د نورو عسکرو د استولو ژمنه هم کړي.
XS
SM
MD
LG