د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۲۳

د امنيت شورا استازي د ايران په هستوي لانجي خبري کوي


د شپږو هيوادونو لوړ رتبه مامورين چي د ايران د هستوي پروګرام په خبرو کي دخيل دي، نن ممکن د عربي هيوادونو له استازو سره خبري وکړي.
د انګلستان د بهرنيو چارو وزير ډيويد مليباند وايي په غونډي کي به د ايران د هستوي هيلو په اړه د عربي هيوادونو په انديښنو خبري وشي.
دا غونده چي د ملګرو ملتونو په مرکز کي جوړيږي ، د عراق، مصراو اردن پشمول د خليج د همکارۍ د شورا غړي هيوادونه سعودي عربستان، کويټ، قطر او عربي متحده امارات پکي ګډون کوي.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پنځو دائمي غړو هيوادونو امريکا، روسيي ، چين، انګلستان او فرانسي د جرمني په ملګرتيا د ايران د يورانيمو د غني کولو د فعاليتونو د نه بنديدو له وجي ، په دي هيواد باندي دري ځلي بنديزونه لګولي دي.
راپورنه وايي د شپږو طاقتونو د استازو په خبرو کي به په ايران باندي د بنديزونو د غزولو مسله د ټاکل شوي جمهور رئيس بارک اوباما د کار پيل ته وځنډوله شي.
XS
SM
MD
LG