د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۱۵

عراقئ ژورناليست امنيتي چارواکو ته حواله شوئ


د عراق يو حکومتي چارواکئ وايي هغه ژورناليست چي د امريکا د متحده ايالاتو په جمهور رئيس جورج ډبليو بوش يي د بوټانو ګذارونه کړي وو ، په بغداد کي د عراق پوځي قوماندانۍ ته حواله شويدئ.
چارواکئ وايي منتظر ال زيدي د زياتو تحقيقاتو لپاره د عراق د صدراعظم امنيتي ساتونکو ته تسليم شوئ.
ال زيدي د يکشنبه په ورځ په بغداد کي په يوه خبري کنفرنس ګي په جمهور رئيس بوش باندي د بوټانو ګذارونه وکړل .
دئ، بهرني مشر او د عراق صدراعظم ته د سپکاوي په تور تورن شويدئ.
د الزيدي ورور وايي د عراق امنيتي ځواکونو د نوموړي د نيولو په مهال د الزيدي پښتۍ او لاس مات کړي.
XS
SM
MD
LG