د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۱۷

برتانيه پاکستان سره د تروريزم ضد مبارزه کى نوى مرستى کوي


د برتانى صدراعظم ويلي هيواد به ئ د تروريزم ضد مبارزى د تقوى لپاره پاکستان سره مالي مرستى وکړي.

بروان د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره نن په اسلام اباد کى يوه خبري کانفرانس کى وويل پاکستان به ٩ ميلونه ډالره ورکړي څو د تروريزم ضد مبارزه کى په نوى ټکنالوژى ئ مصرف کړي.

د برتانئ صدراعظم له دى نه مخکى په نوي ډيلي کى د هند له صدراعظم من موهن سينګ سره وکتل .ګورډن بروان د هند ددى ادعا ملاتړ وکړ چى په پاکستان کى ميشته د لشکر طيبه ډله د هند په ممبي ښار باندى د حملو مسوله ده.په ممبي د وروستيو بريدونو راپديخوا د هند او پاکستان تر منځ بحران زيات شوى دى.
XS
SM
MD
LG