د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۴۹

هندي ځواکونو د عدن خليج کى ٢٣سمندري غله نيولي دي


هند ويلي د عدن په خليج کى ئ ٢٣تنه صومالى او يمني اتباع چى د يوى کشتى د تښتولو هڅه ئ کوله نيويلي دي.

د هند ددفاع وزارت ويلي دا عمليات ئ وروسته له هغى وکړه چى د ايتوپيا يوى کشتى د سمندري غلو په وړاندى ددغه هيواد د بحري ګزمى او جنګى هيلي کوپترو څخه مرسته وغوښته.

د هند بحري ځواکونو ويلي ددغو نيول شوو کسانو څخه ئ وسلى او نور مهمات نيولى دي.د صومالى په سواحلو کى د سمندري غلو د فعاليت د زياتيدو راپديخوا د نړى والو کشتيو د ساتنى لپاره پوځي ګزمى پيل شوي دي.
XS
SM
MD
LG