د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۰۷

په يونان کى ناکراري دوام لري


په يونان کى د خلکو لخوا پيل شوي تاوتريخوالي او ناکراري ددوهمى ونى لپاره هم دوام لري.دا ناکراري په يونان کى د پوليسو لخوا د يوه تنکي هلک د وژلو وروسته پاريدلى ده.

د راپورونو له مخى تيره ورځ د يونان په مرکز اتنس کى د ځوانانو يوى ډلى د پوليسو پر مرکزوونو .مارکيټونو او بانکونو باندى دپټرولو بمونو حملى وکړى.

پرون ګڼ شمير کسانو د پوليسو په ډزو کى د ١٥کلن هلک د وژنى د يوى ونى پوره کيدو په مناسبت شمعى بلى کړي .

په يونان کى د خلکو راپاريدلي مظاهرى او تاوتريخوالى د تيرو څو لسيزو راهيسى په سيمه کى تر ټوله پراخه نا کراري بلل شوى ده.
XS
SM
MD
LG