د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۱۶

د ترکمنستان خلک نن د هيواد د نوي او پراخ پرلمان لپاره غړي ټاکي


په ترکمنستان کى نن خلک د رايو ورکونى مرکزونو ته ځي څو د خپل د نوى او لوى پارلمان غړي وټاکي.

شاوخوا دوه نيم ميلونه قانوني راى ورکونکى پدى انتخاباتو کى ونډه اخلي او د ترکمنستان دولتي راډيو د رايو ورکونى د مرکزونو له پرانستل کيدو څلور ساعته وروسته وويل چى ٥٦ په سلو کى خلکو انتخاباتو کى ګډون کړى دى.

په ترکمنستان کى دا انتخابات د دغه هيواد دنوي اساسي قانون چى په سيپتمبر يماشت کى تصويب شو په چوکاټ کى ترسره کيږي .

ترکمن چارواکو دا انتخابات د ډيموکراسى په لور يو ګام بللى دى.

انتقاد کونکو دا انتخابات رد کړى او هغه ي د ترکمنستان د حکومت لپاره يو شرمناکه عمل بللى دى.د پارلمان د څوکيو لپاره د ولاړو ٢٨٨کانديدانو څخه زياتره ئ د ولسمشر بيردي محمدوف په مشرى د واکمن ګوند غړي دي.

د بشري حقونو ډلو ويلى په ترکمنستان کى د ازادو او عادلانه انتخاباتو لپاره لا زمينه نده برابره شوى .
XS
SM
MD
LG