د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۲۲

د انګلستان صدراعظم ګورډن براون نن په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسيد


ژباړونکئ او وياند: جان آقا الکوزئ

د انګلستان صدراعظم ګورډن براون نن په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسيد او په هلمند کي يي له خپلو عسکرو سره وکتل. براون له هلمند څخه کابل ته لاړ او د افغانستان له جمهور رئيس حامد کرزي سره يي له کتني وروسته په ګډ خبري کنفرنس کي خبري وکړي.
د انګلستان صدراعظم ګورډن براوون وويل هيواد يي د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو لپاره د لسو ميلونو ډالرو مرسته کوي. ده دغه راز ژمنه وکړه چي د تروريزم ضد جګړي کي به له افغانستان سره د انګلستان همکاري دوام وکړي.
د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي په ګډ خبري کنفرنس کي د انګلستان د حکومت له مرستو څخه مننه وکړه او له ښاغلي براوون څخه يي وغوښتل چي خپل عسکر دي د افغانستان په سرحدي نا امنو او هغو سيمو کي ځاي په ځاي کړي چي د دولت واک پکي کمزورئ دئ.
انګلستان دا مهال په افغانستان کي شاوخوا ٨٥٠٠ سرتيري لري او له ٢٠٠١ کال راهيسي تر اوسه په افغانستان کي ددوي ١٣٠ تنه عسکر وژل شويدي.
XS
SM
MD
LG