د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۰۲

ائتلافي ځواکونو وسله وال نيولي


په افغانستان كى ديره ائتلافي ځواكونه وايي د كابل او زابل ولايتونو په دوو جلا عملياتو كى يي يو وسله وال وژلئ او ١٦ نور يي ژوندي نيولي دي.
دي ځواکونو په يوې اعلاميي کي ويلي د كابل په سروبي ولسوالۍ كى يي د حزب اسلامي ګوند د يو مشهور غړي د نيولو په مقصد عمليات کړي چي په نتيجه کي يي اته تنه مشكوك وسله وال نيول شوي او د وسلو او مهماتو يوه زيرمه هم د امنيتي ځواكونو لاس ته ورغلي ده.
ائتلافي ځواکونو دغه راز ويلي د زابل ولايت په شاجوې ولسوالۍ كى يي ددولت يو مخالف وژلئ او اته نور يي نيولي دي .
د دولت مخالفينو پدى اړه څه ندي ويلي .
XS
SM
MD
LG