د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۰۰

د مکي معظمي امام په مسلمانانو غږ وکړ چي د تروريزم په ضد دي مبارزه وکړي


د مکي معظمي امام مفتي عبدالعزيز د نړۍ له مسلمانانو وغوښتل چي د هرډول تروريزم په ضد دي مبارزه وکړي. ده د حج په مراسمو کي د موعظي په مهال وويل د اسلام دين د سولي ، رحمت او عدالت دين دئ او ټول بشري حقوق پکي محفوظ دي.
دا لومړئ ځل دئ چي د مکي معظمي امام د حج په مراسمو کي دا ډول غوښتنه کوي.
سږ کال د حج په مراسمو کي د نړۍ له مختلفو برخو څخه شاوخوا دري ميلونو مسلمانانو ګډون کړئ و چي پدوي کي ديرش زره افغاني حاجيان هم شامل دي.
XS
SM
MD
LG