د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۲۴

رابرت ګيتس عراق ته لاړ


د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت ګيتس نن په عراق کي له امريکايي قوماندانانو سره د کتني په مقصد دي هيواد ته لاړ . متحده ايالات غواړي په عراق کي د خپلو عسکرو شمير راکم کړي.
د عراق او امريکا تر منځ د امنيتي تړون په اساس به په راتلونکي جون مياشت کي امريکايي جنګي عسکر د عراق له ښارونو څڅه ووځي او د دريو کلونو په مودي کي به ټول امريکايي عسکر له عراق څخه ووځي.
د ورځي په سر کي د امريکا د دفاع وزير رابرت ګيتس خبردارئ ورکړ چي د امريکا د ښمنان به د منځني حتيځ په اړه د منتخب جمهور رئيس بارک اوباما د آزمويلو په کار کي سخته اشتباه وکړي.
ګيتس په بحرين کي د سيمه ايز امنيت کنفرنس کي وويل د تيلو شتمنه سيمه به د امريکا د متحده ايالاتو د انديښنو اصلي محور وي.
رابرت کيتس چي د ٢٠٠٩ کال د جنورۍ د شلمي وروسته يعني د اوباما د کار د پيل په جريان کي بۀ د دفاع د وزير په څوکۍ پاته شي ، يو ځل بيايي په سني عربي هيوادونو غږ وکړ چي د عراق له حکومت سره دي بشپړ سياسي اړيکي ټينګ کړي.
د امريکا د دفاع وزير د بحرين په مرکز ماناما کي ددي لپاره له عراق څخه د عربو د ملاتړ غوښتنه وکړه چي پدي هيواد کي د ايران د نفوذ د پراخيدو خطر محسوس دئ.
د امريکا د دفاع وزير چي د پنجشنبه په ورځ افغانستان ته تللئ و، دغه رازي يي د منځني ختيح له هيوادو څخه په ټينګه وغوښتل چي د بنسټ پالني د پراختيا د مخنيوي په مقصد دي د افغانستان د امنيتي ځواکونو د روزني لپاره مالي مرستي وکړي.
XS
SM
MD
LG