د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۵۵

په يونان کي شخړي رواني دي


د يونان په مرکز آتن ښار کي نن سهار قهر جنومظاهره کوونکو يو شمير بانکونو او سوداګريزو ودانيو ته پطرولي بمونه وغورځول او د اتمي ورځي لپاره هم پدي ښار کي شخړي رواني دي. پرون محصلينو په آتن ښار کي له پوليسو سره وروسته له هغي نښتي وکړي چي صدراعظم کوستاس کارامانليس د مخالفينو دا غوښتنه چي قدرت دي پريږدي ، رد کړه. په يونان کي رواني شخړي تيره اوونۍ هغه مهال پيل شوې چي پوليسو يو ١٥ کلن هلک په ډزو کي وواژه.
مظاهري او شخړي د يونان مختلفو برخو ته پراخي شوي چي له امله يي زيات شمير دکانونه بانګونه او ودانۍ تخريب شويدي.
XS
SM
MD
LG