د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۲۱

د يونان صدراعظم واي له خپلو خلکو به ساتنه وکړي او د ناکراريو له امله زيانونه به جبران کړي.


د يونان صدراعظم کوستاز کارامانليس په يوى تلويزوني وينا کى د خپل هيواد د وګړو د حمايت او د تيرو پينځو ورځو په ناکرارى کى د شوي تجارتي تخريب د جبران ژمنه کړى ده.

د يونان صدراعظم دا څرګندونى لږ وروسته له هغى وکړى چى ددغه هيواد په پايتخت اتنس او شمالي سيمو کى د مظاهره چيانو او پوليسو تر منځ د اخ و ډب نښتو راوپرونه خپاره شوه.

په يونان کى دا ناکراري وروسته له هغى پيل شوه چى د راپورونو له مخى پوليسو يو تنکى ځوان په ډزو وواژه. ددغه پيښى په غبرګون د خلکو لخوا نا کراري په يونان کى د پراخ احتجاج سره يوځاى شوه چى له امله ئ دکانونه ،روغتونونه او بانکونه هم وتړل شوه.
XS
SM
MD
LG