د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۰۹

امريکايي ځواکونو شپږ افغان پوليس وژلي


ژباړونکئ او وياند: جان آقا الکوزئ

د امريکا د متحده ايالاتو پوځ وايي په غلطۍ کي يي هغه مهال شپږ افغان پوليس او يو ملکي سړئ ووژل چي پوليسو د عملياتو په جريان کي په امريکايي عسکرو ډزي وکړي.
د امريکا پوځ وايي دا يوه ډيره غمجنه پيښه ده چي خپل دوستان يي پکي وژل کيږي. پوځ وايي پوليسو د زابل ولايت په مرکز قلات کي هغه مهال په امريکايي عسکرو ډزي وکړي چي دوي په سيمه کي د پوليسو مرکز ته نږدي يو وسله وال د جګړي په جريان کي وواژه. په ډزو کي ١٣ تنه افغانان ټپيان شويدي. افغاني او امريکايي چارواکي له کابل څخه زابل ته تللي او د پيښي په اړه تحقيقات کوي.
XS
SM
MD
LG