د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۴۶

امريکا افغانستان ته نور عسکر استوي


د امريکا د مرکزي قوماندي مشر جنرال ديويد پيتروس وايي افغانستان ته يي د نورو زيات شمير عسکرو د استولو وړانديز کړئ. جنرال پيتروس د ايټاليا په مرکز روم کي د امريکايي محصلينو په مرکز کي د خبرو په مهال پرون وويل افغانستان ته يي د نورو عسکرو د استولو وړانديز په افغانستان کي د ناتو او امريکايي ځواکونو د قوماندان جنرال ډيويد مککرنان د غوښتني په اساس کړئ.
جنرال پيتروس په بغداد او شاوخوا سيمو کي ٣٠ زره امريکايي عسکر ځاي په ځاي کړي وو او پدي توګه يي د عراق په لويديځ کي د سني وسله والو مقاومت مات کړئ و.
پيتروس د ايټاليا له صدراعظم سلويو برلوسکوني او ددي هيواد د دفاع له وزير ايګنازيو له روسا سره د کتني په مقصد روم ته تللئ و.
XS
SM
MD
LG