د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۳۳

په ايران کي له بشري حقونو څخه سرغړوني کيږي


د ايران د بشري حقونو د څارني شپږو ډلو له ملګرو ملتونو څخه غوښتي چي ايران ته دي يو هئيت واستوي او پدغه هيواد کي د بشري حقونو د حالت جاج دي واخلي.
دا سازمانونه چي د ايران په داخل او بهر کي فعاليت کوي د بشري حقونو د نړيوالي ورځي په مناسبت يي ملګرو ملتونو ته يو ليک استولئ دئ.
په ايران کي د سياسي بنديانو د دفاع لپاره د محصلينو د کميټي غړي شيفا نظر احاري آزادۍ راډيو سره په خبرو کي ويلي د نړيوالي ټولني لپاره ډيره مهمه ده چي په ايران کي له بشري حقونوڅخه د سرغړونو په اړه حقايق معلوم کړي.
د بشري حقونو ډلو ملګرو ملتونو ته په ليک کي په ايران کي د بشري حقونو د ٢٥٠ سرغړونو يادونه کړي او وايي دا ارقام يي د چارواکو د راپورونو په اساس برابر کړي.
XS
SM
MD
LG