د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۲۴

انګلستان له عراق څخه عسکر وباسي


د انګلستان د دفاع وزارت نن وويل د راتلونکي عيسوي کال په لومړيو کي به له عراق څخه د خپلو عسکرو ايستل پيل کړي او دا ځکه چي پدي هيواد کي د امنيت په ښه کيدو کي مهم پرمختګ رامنځ ته شوئ.
خبري رسنيو مخکي ويلي و چي د راتلونکي کال د مارچ په مياشت کي به انګليسي عسکر له عراق څخه په وتلو پيل وکړي خو د انګلستان د دفاع د وزارت يوې وياندي دا نيټه نه رد او نه هم تائيد کړي. په راپورونو کي ويل شوي په عراق کي د پاته ٤١٠٠ تنو انګليسي عسکرو وروستئ تن به د جون په مياشت کي ووځي.
XS
SM
MD
LG